ايران خپل اتومي پروګرام ته دوام وركوي

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد پرون وويل، دا چې نړۍ کوښښ کوي پر ايران فشارونه زيات کړي، دا کار ايران په خپل تصميم کې نور هم قوي کوي، چې خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکړي.

د ايران په دولتي ټلويزيون کې د ايران ولسمشر په خپله وينا کې وويل، نړۍ به خپل ستونى وشلوي، ډېر تيندکونه به ووهي، بيانونه، فرمانونه او د بنديزونو پرېکړې به صادرې کړي، خو په دې کار سره ايران، د اټومي پروګرام له پرمخ بېولو نه شي راګرځولاى.

احمدي نژاد وويل، د امريکا ولسمشر بارک اوباما چې د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په برخه کې د بدلون خبره کوي، په خپل دې کار کې پاته راغلى:

”دوى وايې، موږ د ايران ملت ته لاس ورغزولى، خو د دوى په وينا چې د ايران ملت او دولت موږ ته لاس رانه کړ، تاسې د ايران لوري ته څنګه لاس غزولى، څه بدل شول؟ ايا تاسو خپل بنديزونه ليرې کړل؟ خپل منفي تبليغات او فشارونه مو کم کړل؟ په عراق، فلسطين او افغانستان کې مو خپل چلند بدل کړ؟“

له کله چې اوباما د ولسمشر په توګه ټاکل شوى په دې برخه کې يې پر ډيپلوماتيک حل ټينګار کړى.

واشنګټن هڅه کوي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په مرسته پر ايران د څلورم ځل لپاره نوي بنديزونه ولګوي، هدف دا دى چې ايران د يورانيمو له غني کولو راوګرځول شي.