د حاجي قدیر او حاجې زمان کورنیو ترمنځ د جرګې پرېکړه اعلان شوه

د ننګرهار ولايت چارواكي وايي، هغه جرګه چې د ولسمشر كرزي له خوا د دغه ولايت د دوو سترو جهادي كورنيو حاجي قدير او حاجي محمدزمان غم شريك تر منځ د شخړې د حل لپاره ټاكل شوې وه، د جمعې په ورځ خپله نهايي پرېكړه اعلان كړه.

سلاكار وزير او د دغه جرګې مشر اسدالله وفا د جرګې د پرېكړې پر مهال وويل، چې د جرګې د پرېكړې له مخې له دې وروسته كه دواړه لوري دښمني وكړي نو ۴۰ ميليون افغانۍ جريمه كيږي.

د دواړو كورنيو ترمنځ دا دښمني وروسته له هغې پيدا شوه، چې د افغانستان د فوايد عامې پخوانې وزير حاجي قدير د فوايد عامې وزارت مخې ته د په ډزو سره ووژل شو او د هغه د مرګ پړه د حاجي زمان په كورنۍ واچول شوه.