په کندز کې ۸ تنه جرمني عکسر مړه او ټپیان شوي

جرمني وایي، درې عسکر یې د کندز چهاردرې ولسوالۍ ته نژدې په جګړه کې وژل شوې او پنځه نور یې سخت ژوبل شوي دي.

جرمني پوځي چارواکي وایي، دغو عسکرو د چهاردرې ولسوالۍ ته نژدې ګزمه کوله چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

د چهاردرې ولسوال وحید عمرخیل اټکل کوي، چې نژدې دوه سوه طالبانو په دې جګړه کې برخه لرله.

له دغو وژل شویو جرمنیانو سره له دوه زره دوهم میلادي کال راپه دې خوا په افغانستان کې د وژل شویو جرمني عسکرو شمیر نهه دېرش تنو ته ورسېد.