امریکا ته د تلونکیو مسافرو تالاشي نور هم سختېږي

په پام کې ده چې د امریکا حکومت له هغو ۱۴ هېوادونو څخه چې امریکا یې خپل امنیت ته ګواښ ګڼي، دې هېواد ته د تلونکو مسافرو د الزامي تلاشۍ لانجمن پروګرام نن اعلان کړي.

د امریکا یو رسمي مقام چې خپل هویت یې نه دی ښودلی، ویلي دي، هغه کسان به چې مشخصات او هویت یې، د تروریستي ګواښونو په اړه له معلوماتو سره ورته والی ولري، له دې وروسته په ډېر جدیت او دقت سره تلاشي شي.

نوی طرزالعمل به د هغوپخوانیو تدابیرو ځای ونیسي چې د کرسمس په ورځ د یوه امریکايي هوايي شرکت په یوه الوتکه کې د چاودنې له هڅې وروسته ترلاس لاندې نیول شوي وو.

دنوي طرزالعمل له مخې هرچا چې افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، ایران، عراق، لبنان، سوریې، لیبیا، الجزایر، کیوبا، سومالیا، نایجریا، سودان، او یمن ته سفر کړی وي، ټول تلاشي کېږي.