امریکايي چارواکو د ولسمشر کرزي تورونه رد کړل

امریکايي چارواکو د ولسمشرحامدکرزي هغه تورونه چې وايي ځینو بهرنیانو د ده د موقف د کمزوري کولو لپاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درغلیو کې لاس درلود، رد کړل .

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند فلیپ کرولي په دې اړه وویل، سپینه ماڼۍ د ښاغلي کرزي دا ډول قضاوت ردوي .
کرولي پر افغان ولسمشر غږ وکړ چې مخ پروړاندې ګام واخلي او د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه په دې قانع کړي چې د ده اداره د فساد د مخنیوي لپاره کافي اقدامات کوي.

په عین حال کې، د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتو پر مهال په افغانستان کې د ملګروملتونو د پخواني ځانګړي استازي مرستیال پیترګالبرېت هم د افغان ولسمشر تورونه رد کړي او د هغه د خبرو د جدیت او رښتینولۍ په اړه یې شک څرګند کړی.