امریکا:پاکستان د دهند پرضد فعالیت نه کوي؟

متحد ایالاتو پرون له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، د هغو وسله والو مخنیوی وکړي، چې د هند پرضد فعالیت کوي. د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا مرستیال بلېک پرایزډ دا تبصره په هند او پاکستان کې ترخبرو وروسته پرون په واشنګټن کې وکړه.

بلېک په دې وروستیو کې د تروریزم پرضد د اسلام اباد هڅې وستایلې، خو زیاته یې کړه، له نوي ډهلي سره د اړیکو د ښه کولو لپاره لا زیات کار کولای شوای.

نوموړي وویل، پاکستاني لوري ته یې د دغو وسله والو له درکه، چې حملې یې هند ته تهدید دی، د هندي مقاماتو اندېښنې وړاندې کړې دي.

هند په پاکستان کې پر میشتو وسله والو تور لګوي، چې په دوه زره اتم کال کې پر مومبۍ د حملو ترشالاس لري. په دې حملو کې لږ تر لږه یو سلو اویا کسان ووژل شول.

هند او پاکستان تراوسه د کشمیر د لانجمنې خاورې پر سر درې ځل نښته کړې ده.