کرزی: د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دې د بهرنیو لاسوهنې مخنیوی وشي

ولسمشر حامد كرزي نن د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له غړو سره په كتنه كې وويل، چې بهرنيانو د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې شديده مداخله وكړه خو پرې نږدئ چې دغه مداخله د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو كې هم روانه وي.

ولسمشر كرزي وويل، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون غړي په ځانګړي ډول د دغه كميسيون ریيس او دارلانشا مشر په وار وار سره د بهرنيانو او په افغانستان كې د بهرنيو هيوادونو له خوا حتا په مرګ وګواښل شول خو دوى په ميړانې سره خپله دنده تر سره كړه.

ولسمشر كرزي دغه شان د افغانستان د ولسي جرګې له خوا د افغانستان د انتخاباتو د قانون د تقنيني فرمان ردول پر ځاى ونه بلل او ويې ويل چې ولسي جرګې ته پكار ده د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې د موادو له مخې دغه تقنيني فرمان ومني.