د خوست ولايت په يقوبيو ولسوالۍ كې تيره شپه د سړك جوړونې د يو خصوصي شركت د امنيتي ساتونكواو طالبانو تر منځ په نښته كې د دغه شركت يو امنيتي ساتونكى وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
خو طالبانو ويلي، چې د سړك جوړونې د دغه شركت درې امنيتي پوستې يې ورانې كړي او دولس امنيتي ساتونكي يې هم وژلي دي.
د يقوبيو ولسوال زرميد مخلص د طالبانو دغه ادعا بې بنسټه ګڼلې ده.
بل خوا د خوست ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې ايتلافي ځواكونو د دغه ولايت په ختيځ د لكڼو په سيمه كې په څو تنو ماين خښوونكو هوايي بريد كړى، چې په ترڅ كې يې دوه ماين خښوونكى وژل شوي او يو بل ټپي نيول شوى دى.