ملګري ملتونه وايې، افغانستان يوازې د نړۍ د اپيمو تر ټولو ډير توليدونكى هېواد نه دى بلكې دا هېواد تر ټولو ډير چرس هم توليدوي.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ادارې نن په ويانا كې په يوه راپور كې وويل، چې په افغانستان كې هر كال د بنګو له بوټو نه له یو نیم زرو نه تر درې نيم زرو ټنه د چرسو شيره توليديږي، چې د ۹۴ مليونو ډالرو ارزښت لري.
په راپوركې راغلي دي، چې په افغانستان كې له لسو زرو نه تر دوه زرو څلور سوو هكتاره ځمكه كې د بنګو بوټي كرل كيږي، چې هر هكتار ځمكه يې يو سلو څلويښت كيلو ګرامه چرس توليدوي.
د يو بل خبر له مخې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليس او امريكايي ځواكونو په خپلو ګډو عملياتو كې د پروان ولايت په مركز چاريكارو کې شاوخوا پنځوس كيلوګرامه ترياك، ۹ ميله كلاشنكوفه او يو ميل ارپي جي راكټ كشف او نيولي دي.