د سولې په جرګه کې مخالفې ډلې په انفرادي ډول برخه اخیستې شي

د افغانستان د ولسمشرسلاکارمحمد معصوم ستانکزي وویل، طالبان او نورې وسله والې ډلې کولای شي، چې د سولې په جرګې کې په انفرادي ډول برخه واخلي، خو د یوې ډلې په صفت دغو ګروپونو ته په جرګې کې د ګډون بلنه نه ورکول کیږي.

د ولسمشرسلاکارمعصوم ستانکزي د دې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د جرګې ورونه ټولو ته پرانیستې دي.

د سولې جرګه د حامد کرزي د سولې د هڅو په ترڅ کې په کابل کې د غویي په میاشت کې جوړیږي، څو په دې ډول طالبانو ته د روغې جوړې لپاره زمینه برابره شي.

ټاکل شوې ده، چې د سولې په جرګې کې د افغانستان د مختلفو سیمو دیارلس زره پنځه سوه استازي ګډون وکړي او شاوخوا دوه سوه بهرني ډیپلومان او د نړېوالو سازمانونو استازې به هم په دې جرګه کې برخه واخلي.