د افغانستان د حج او اوقافو پخوانى وزيرد اختلاس دوسيه لري

د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې د دې هېواد د حج او اوقافو پخوانى سرپرست وزير محمد صديق چكري له دوى سره داختلاس دوسيه لري او په دوسيه يې دا مهال جدى كار روان دى.

د لويې څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقير يار د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې ښاغلي چكري بهر ته د تګ اجازه نه درلوده او په غير قانوني توګه لندن ته تللى دى.

ده وويل، چې د انټرپول يا نړيوالو پوليسو څخه د هغه د نيولو او افغانستان د بيرته را ګرځولو غوښتنه شوې.