ولسې جرګه:پډوله دښته دې په معيوبينواومعلولينو وويشل شي

د لسګونو معيوبينو اومعلولينو له پرله پسې غوښتنونه وروسته ولسي جرګې د رايو په اتفاق پريكړه وكړه، چې په كابل ښاركې د دارالامان ماڼۍ شاته د پډولې په دښته كې چې كومه ځمكه دوى ته وركړی شوې وه، هغه دې په معيوبينو او معلولينو وويشل شي.
د ولسې جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه كې كه څه هم د بحث اصلي موضوع د روان كال بودیجه وه، خو د دې غونډې په پاى كې د ولسې جرګې يو شمېر غړو وويل، چې په كابل كې يو شمېر معيوبين او معلولين كورنه نه لري او دا مهال له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي.

د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني په دې اړه د دې جرګې د غړو له ډيرو بحثونو نه وروسته له هغوى څخه غوښتنه وكړه، چې د پډولې په دښته كې كومه ځمكه چې دوى ته په پام كې نيول شوې هغه دې معيوبينو او معلولينو ته وركړي:


"ګرانو وكيل صاحبانو راځي، چې موږ او تاسې ټول دې ته حاضر شو،چې د پډولې په نوم دښته معيوبينو او معلولينو ته وويشل شي نن به موږ او تاسې له ځانه دا همیت وښېيو.

موږ د راېو په اتفاق پريكړه وكړه، چې پډوله نه غواړو، كوم وكيل چې ځمكه نه لري د ښاروالۍ له خوا دې ورته په نورو سيمو كې وركړل شي."

دا پريكړه وروسته تر هغې وشوه، چې د كابل ښار لسګونه تنه معيوبين او معلولين له تېرې ورځې را هيسې د ملي شورا په وړاندې را ټول شوي او وايې، چې نه سر پناه لري او نه هم د خوراك لپاره ډوډۍ.

د ولسې جرګې له دې پريكړې وروسته دغو معيوبنو او معلولينو خوښې وښوده، خو له دوى څخه يو تن ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوى د دې پريكړې عملي كېدو ته ډير خوشبينه نه دي:

"زما په ګډون په کورنۍ کې نور معیوبین هم لرو او یوازې موږ ډوډۍ غواړو او زما هیله داده، چې د ولسي جرګې دا پریکړه دې عملي جامه واغوندي."

خو د ولسې جرګې غړى ډاكټر رمضان بشر دوست بيا د دې جرګې د غړو دا پريكړه يوه سياسي لوبه بولي او وايي، چې د پډولې دښته يو ځل په تنقيض شوو افسرانو ويشل شوې او ولسې جرګه دا ځل غواړي، چې په معيوبينو او معلولينو يې وويشي.

د پډولې دښته د كابل ښار د دارالامان ماڼۍ شاته پرته ده او له څه مودې را هيسې په رسنيو كې ويل كيږي، چې د ملي شورا غړو پرې خېټه اچولې ده.

د كابل ښار په زړه كې له شير پورنه وروسته پډوله دوهمه سيمه ده، چې د تصرف كېدو له امله يې خلك او رسنۍ په دولتي چارواكو په ځانګړي توګه د ملي شورا په غړو نيوكۍ او انتقادونه كوي، څو كاله مخكې په شير پور كې هم د يو شمېر لوړ رتبه دولتي چارواكو او زور واكو له خوا عصري كورونه جوړ شول، چې ان په نړېوالو رسنيو كې هم په اړه يې انتقادي مقالې خپرې شوې.