د امريكا ولسمشر بارک اوباما تيره شپه په يوناڅاپي او نااعلان شوي سفر كابل ته ورسيد.
اوباما په ارګ كې له ولسمشر حامد كرزي، د كابينې له غړو او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له عمومي قومندان جنرال سټنلي مك كرسټل سره وكتل. د ولسمشر په توګه له انتخاب وروسته دا كابل ته د اوباما لومړى سفر و.
اوباما له حامد كرزي سره په خپلو خبرو كې وويل چې په افغانستان كې په ملكي برخه كې هم د پرمختګ غوښتونكى دى.
ښاغلی اوباما د بګرام په هوايي اډه کې له امریکايي سرتيرو سره تر کتنې وروسته تيره شپه بيرته واشنګټن ته ستون شو.
کابل ته د امریکا د ولسمشر د سفر په ځینو اړخونو احمد تکل د سیاسي چارو له افغان کارپوه وحید مژده سره مرکه کړې ده :