د افغانستان د ملكي هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت چارواكي وايي، چې په سالنګونو كې يې د هوا د حالاتو د معلومولو په هدف د هوا پيژندنې سيستم فعاله كړى دى.
د ملكي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت وياند ننګيالي قلاتوال ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د دغه سيسټم په فعالېدلو سره به ترډيره د هوا د حالاتو وړاندوېنه وشي او په دې توګه به د طبيعي پېښو له كبله د مرګ، ژوبلې مخ نيوى وشي.
په سالنګونو كې د هوا پيژندنې اداره وروسته له هغې فعاليږي، چې په تېر ژمي كې د واورې د خوېدنې له پېښې وروسته د افغانستان د وزيرانو شورا د ملكي هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت ته دنده وسپارله، چې تر راتلونكو دوو مياشتو پورې دغه اداره فعاله كړي.