په عراق کې المالکي غواړي په بله دوره کې هم پر خپل مقام پاتې شي

د عراق د صدراعظم نوري المالکي وياند پرون وويل، واکمن ائتلاف غواړي چې مالکي د يوې بلې دورې لپاره هم پر خپل مقام پاته شي.

د المالکي وياند وويل، ائتلاف دې ته متعهد دى چې نوري المالکي د نوي حکومت لپاره يوازېنى کانديد وي. تر دې مخکې المالکي ويلي وو، چې په تېرو انتخاباتو کې د کارول شويو رايو په برخه کې د محکمې د يوه حکم په لټه کې دى، چې د نوموړي په وينا په دغو انتخاباتو کې د شوېو درغليو اسناد موجود دي، په خاص ډول په بغداد او موسول ښار کې.

د مارچ د اوومې انتخابات ښيي چې د عراق پخواني صدراعظم عياد علوي تر المالکي دوې زياتې څوکۍ ګټلي.

المالکي په بغداد کې د ملګرو ملتونو د استازي غندنه کړې، چې ولې يې د درغليو د شويو ادعاوو په وړاندې اقدام نه دى کړى.