افغان ولسمشر، چې د نوي كال په نړېوال جشن كې د ګډون اوله ايراني چارواكو سره يې د ليدنې په هدف تهران ته سفركړى وو، بيرته هېواد ته راستون شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډيو ته وويل، چې ولسمشر كرزي تېره ورځ د نورو ايراني چارواكو تر څنګ د ايران له مذهبي مشرعلي خامنه يي سره هم وليدل او د دواړو هېوادونو د مهمو مسايلو په اړه يې ورسره خبرې وكړې.
ولسمشر كرزي د تاجكستان،ايران ،تركمنستان اوعراق له ولسمشرانو او د تركيې د صدراعظم له مرستيال سره تېره ورځ د نوي كال په نړېوال جشن كې په تهران كې برخه واخیسته.
د ملګرو ملتونو سازمان د نوي كال جشن د نړېوال جشن په نوم ياد كړې دى.
ايران ته تر سفر وړاندې ولسمشر كرزى چين ته تللى وو او له چينايي چارواكو سره يې په اقتصادي اود دواړو هېوادونو د اړيكو په اړه هم خبرې وكړې.