په بغلان کې چاودیدونکي مواد نیول شوي

د بغلان امنيتي مسوولين وايي، چې تېره ورځ يې په دې ولايت كې مهمات او چاوديدونكو مواد نيولي دي.

د بغلان ولايت د امنېي قومندانۍ د امنيت امرسمونوال احمد جان ازادۍ راډيو ته وويل، چې په نيول شوومهماتوكې د سپكو وسلو دوه ويشت زره فېره ګولۍ او نور چاوديدونكي مواد شامل دي.

په خبر كې ويل شوي، چې دا مهمات او چاوديدونكي مواد په يو ټونس ډوله موټركې له پلخمري څخه د دوشي د ولسوالۍ په لورانتقالېدل او په لاره كې د پوليسو او ملي امنيت د ځواكونو له خوا نيول شوي دي.

دوه ورځې مخكې هم په بغلان ولايت كې يوه اندازه چاوديدونكي مواد او د سپكو او درنو وسلو ګولۍ نيول شوې وې.