په خوست کې د جي ټي زیډ پر موسسې طالبانو برید کړې

په خوست کی د جی، ټي، زیډ یا د جرمني د مرستندویې موسسې پرکورنیو او بهرنیو کارکوونکو د وسله والوطالبانو په پروني برید کې یو افغان انجنیر ووژل شو او د یوه الماني مامور او افغان پولیس په ګډون نهه تنه ټپيان شول.

د خوست د امنیي قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاق زي ازادۍ راډیو ته وویل، چی د پېښې په ټپيانو کې د دوی څلور تنه سرتېری هم شامل دي.

د خوست د عامی روغتیا رییس ډاکتر امیر پادشاه منګل، چی د ټپيانو درملنه کوي ازادۍ راډیو ته وویل، چی د یوه جرمني انجنیر په ګډون پنځه تنه ټپيان چې حالت یې د اندېښنې وړ وه، د درمنلې لپاره په خوست کې د ایتلافي ځواکونو روغتون ته لیږدول شوی دی.

او د پاتې ځلور تنو ټپيانو حالت، چې دا مهال په ملکي روغتون کې د درملنې لاندې دی د ډاډ وړ دی.

دا په داسی حال کې ده، چې د امنیتي مسؤلینو په قول د برید کوونکو د نیولو لپاره د شپې تر ناوخته عملیاتو دوام درلوده، خو نتیجه یې نه ده څرګنده.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او وایې، چې لس کورني او بهرني انجنیران یې مړه او ټپيان کړي دي.

خو چارواکی دغه خبره نه مني.

له خوست څخه یو بل خبر وایې، چې نړېوالو سوله ساتونکو ځواکونو پرون د وړمې ورځې په پېښې کې د دوه ولسي خلکو د وژنې او د څلورو د ټپی کېدو مسؤولیت ومانه.

د نړېوالو سوله ساتونکو ځواکونو اعلامیي وویل، چې د نړېوالو قواوو او مخالفینو د ډزو د تبادلې په مهال د دغو کسانو د سپرلی موټر د نړېوالو سرتېرو په ګولې لګیدلی دی.