د افغانستان ولسمشر حامد كرزى د نوروز د جشن په مراسمو كې د ګډون لپاره نن سهار ايران ته وخوځيده.
د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميې كې راغلي دي، چې ولسمشر به په دې يوه ورځني سفر كې د جشن ګډونوالو ته وينا وكړي او د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد، مذهبي مشر سيد علي خامنه اي او د بهرنيو چارو وزير منوجهر متكي سره به هم وګوري.
د راپورونو په اساس په ايران كې د نوروز په دغه جشن كې له ايراني چارواكو سربيره د تاجكستان، تركمنسان او عراق د ولسمشر په ګډون د شاوخوا شلو هېوادونو استازي ګډون كوي.