د عراق د پارلماني انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم ایاد علوي ګوند، عراقیة تر اوسنې صدراعظم نوري المالکي ډیرې څوکۍ ګټلې دي.
عراقیة ګوند د پارلمان له درې سوه پنځه ویشت څوکیو یو نوي خپلې کړې دي او د نوري المالکي ډلې نهه اتیا څوکۍ ګټلې دي.
عراقیة ملي اتحاد، چې زیاتره په کې شیعه ډلې یوځای شوې دي، اویا څوکۍ خپلې کړې دي او د کردستانیة ډلې په کردي سیمو کې درې څلویښت څوکې وړې دي.
اولس څوکۍ خپلواکو کاندیدانو خپلې کړې دي.
پنځلس څوکۍ مذهبي ډلو او قومي اقلیتونو ته اختصاص شوې دي. د عراق د اساسي قانون له مخې باید له څلورو یوه برخه څوکۍ د میرمنو وي.