عربي ټولنو په لیبیا کې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه

د عربي هېوادو ټولنې په لیبیا کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه. ټاکل شوې ده، چې خبرې به تر ډیره د اسراییل او فلسطینیانو تر منځ د روغې جوړې تر مسالې را وڅرخي.

د غونډې په درشل کې د عربي ټولنې مشرامر موسی وویل، مخکې تر دې چې اسراییل او فلسطین د سولې غیرمستقیم خبرې پیل کړي، اسراییل باید په ختیځ بیت المقدس کې د یو زر شپږ سوه کورونو د جوړېدو پلان ودروي.

اسراییل دا غوښتنه رد کړې ده.

په عین وخت کې اسراییلي ټانکونه وروسته تر دې د غزې په لور ور وړاندې شول، چې له فلسطیني جنګیالیو سره په نښته کې لږ تر لږه دواړو لورېو ته دوه تنه ووژل شول.