امريکا له پاکستان سره ٤٠ مليونه ډالره مرسته کوي

امريکا ژمنه کړې چې د پاکستان د اساسي چارو د بشپړېدو په برخه کې به يې مالي مرسته کوي.

د امريکا او پاکستان چارواکو د څلوېښتو مليونو ډالرو په ارزښت يو لومړنى تړون لاسليک کړ، چې په مرسته يې د پاکستان په سوات دره کې ويجاړ شوي سړکونه ورغول شي، په دې سيمه کې تېر کال د پاکستان پوځ د القاعدې او طالب وسلوالو په وړاندې پوځي عمليات وکړل.

دا تړون په واشنګټن کې د ستراتيژيک ديالوګ په دويمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلنټن او د هغې د پاکستاني سيال شاه محمود قريشي ترمنځ لاسليک شو.