ګېټس د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سولې غوښتنه وکړه

د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس وايي د فلسطينيانو او د امريکا د يوه متحد اسرائيل ترمنځ د روغې جوړې نشتوالى، په منځني ختيځ کې د امريکا د ملي امنيت ګټې زيانمنوي.

ګېټس پرون وويل، د منځني ختيځ د سولې په پروسه کې د پرمختګ پڅ بهير، داسې يوه ستونزه ده، چې په سيمه کې د امريکا د دښمنانو په ګټه ورته لمن وهل شوې ده:

”د منځني ختيځ د سولې په برخه کې د پرمختګ پڅ بهير، په څرګنده يوه مسئله ده، چې په سيمه کې زموږ د دښمنانو له خوا ورته لمن وهل شوې ده“

ګېټس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د اوباما اداره کوښښ کوي، په خپل منځګړيتوب د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې پروسه ګړندۍ شي. واشنګټن د اسرائيل هغه پلان غندلى چې غواړي په ختيځ بيت المقدس کې د يهودانو لپاره شپاړس سوه نوي کورونه ودان کړي. امريکا وايي د اسرائيل دغه اقدام د فلسطين او اسرائيل ترمنځ سولې د غيرمستقيمو خبرو پروسه شنډوي.