پنجشنبې د مارچ 25 مه

لوېديځ چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له وسله والو طالبانو سره د ولسمشر کرزي د خبرو اترو او د افغان طالبانو په کنټرول کې د پاکستان د رول په اړه یوه تحلیلي مقالې خپرې کړې دي، چې زموږ همکار سلطان سرورو ترې لاندني مطالب راچان کړي دي.
انټرنشنل هیرالد ټریبیون:

انټرنشنل هیرالد ټریبیون ورځپاڼې خپلې روستۍ ګڼې کې د جنګي جنایتکارانو د قانوني تعقیب ترعنوان لاندې لیکلي، وروسته له دې چې ملا برادر په پاکستان کې ونیول شو، د افغانستان په سیاست باندې د ځان پوهولو کوښښ نورهم ګران شو.

ډېر افغانان د جمهور رییس کرزي د حکومت په غوښتنو او تمایلاتو شک کوي او دا پوښتنه کوي، چې کرزی څنګه له داسې یوې ډلې سره خبرې کوي، چې افغانستان یې له سختې انزوا سره مخامخ کړ، له القاعده شبکې سره یې کومک وکړ او زرګونه بې ګناه ولسي افغانان یې وژلي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې له جمهور رییس کرزي او ایتلافی ځواکونو څخه د خلکو تمه او توقع دا ده، چې هغو کسانو چې په ډېرې بې رحمۍ خلک وژلي دي عدالت ته راوکاږي.

خو د افسوس خبره ده، چې دغه کسان نه یواځې دا چې تراوسه محاکمه شوي نه دي د جمهور رییس کرزي حکومت په دې روستیو کې دعفوې یو جنجالمن قانون هم راژوندی کړ، چې ټوپک مار مشران او بنسټ پال بښي.

انټرنشنل هیرالد ټریبیون ورځپاڼه زیاتوي، چې دغه جنجالمن قانون له یوې خوا د ډېرو ناوړو بې رحمیو په مرتکبینو پرده اچوي او له بلې خوا مظلومان مجبوري، چې خپلې دعواګانې د یو غیر موثر او مړ عدلي سیسټم له لارې تعقیب کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې د تعجب خبره دا ده، چې امریکا او اکثر متحدین د دغه قانون په وړاندې چپ پاته دي.

انټرنشنل هیرالد ټریبیون زیاتوي، د هغو کسانو لپاره، چې په افغانستان کې د نارواوو او بې رحمیو د تعقیب مسوولیت لري بله لاره نشته پرته له دې، چې د جنګي جنایاتو بین المللي محکمې ته مخه کړي. له نیکه مرغه افغانستان په ۲۰۰۳ کال د دغې محکمې عضویت ترلاسه کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د دغې محکمې څارنوال لویس مورینو او کامپو په دې فکر کوي، چې ایا اوس د دې وخت دی، چې د هغو کسانو په اړه رسمي تحقیقات پیل کړي، چې په افغانستان کې یې بشرضد جنګي جرایم ترسره کړي او که نه؟

ښه خبره خو لادا ده، چې هغه قانون چې د افغانستان د ولت تصویب کړی د نړیوالې محکمی په حکم باندې تاثیر نه شي کولای.

انټرنشنل هیرالد ټریبیون ورځپاڼه لیکي، چې د طالب مشرانو د قانوني تعقیب مخې ته یواځنی خنډ تروسه دا و، چې د نړیوالې محکمې لاس دوی ته نه رسېده.

خو اوس چې ملابرادر په پاکستان کې نیول شوی، څارنوال باید له دغه هېواده وغواړي، چې دی د هاګ نړیوالې محکمی ته وسپاري او کابل او واشنګټن باید د دغې غوښتنې ملاتړ وکړي، ترڅو بالاخره د افغانستان خلکو ته وښیي، چې د جنایتکارانو بښنه هم حد او اندازه لري.

کریسچین ساینس مونیټور:

د امریکا یوې بلې ورځپاڼې کریسچین ساینس مونیټور بیا د افغان طالبانو په کنټرول کې د پاکستان د رول په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو قوماندان جنرال مک کرېسټل د افغانستان جنوب ته د لازیاتو عسکرو د لیږلو لپاره تیاری نیسي.

خو په افغانستان کې د بریالیتوب کلي ترډیره حده په پاکستان کې ده. هلته یاغي ډلې لکه طالبان لږترلږه د سوات په درې کې اوس هم فعالیت کوي.

کریسچن ساینس مونیټور ورځپاڼې د خپلې تحلیلي مقالې په پای کې په واشنګټن کې د سولې د موسسې د یوه کارپوه نظر رااخیستی، چې وایي، ایا پاکستان د طالبانو د اډو په اړه خپل حسابونه او برداشت بدل کړی او که څنګه؟

کله چې پاکستانیان وګوري، چې توازن بدلیږي نو دوی به په طالبانو میدان تنګ کړي او موږ د دغسی یو بدلون د پيل نښې وینو.