ټاکل شوې ده، چې جګ پوړي پاکستانې پلاوی نن په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلرې کلنټن سره خبرې پیل کړي.
چارواکو دغو دوه ورځنیو خبرو ته د ستراتیژیکو همکارېو نوم ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز اشفاق پرویز کیاني د پاکستاني پلاوي مشري کوي، چې له هیلري کلنټن او نورو امریکایي چارواکو سره خبرې کوي.
ټاکل شوې ده، چې دا خبرې به په امنیتي برخه کې پر همکارۍ متمرکزې وي، چې په دې اړه به د پاکستان دا وړاندیز هم وڅیړل شي چې پاکستان له امریکا د بې پیلوټه الوتکو او هیلکوپترو غوښته کړې ده څو په قبایلي سیمو کې مخالف وسله وال وځپي.
همدا راز به په خبرو کې د امریکا او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې پر همکارۍ او د پاکستان د اقتصادي ودې پر مسالې خبرې وشي.
پاکستاني چارواکي وایي، چې دوی امریکا دې ته هڅوي چې د اتومي انرژۍ په برخه کې له دغه هېواد سره داسې مرسته وکړي لکه د پاکستان له سیال هند سره، چې یې تړون لاسلیک کړی دی.
امریکا پخوا د پاکستان د اتومي انرژۍ په برخه کې اندېښنه لرله، چې لیبیا او شمالي کوریا ته یې ورکړې ده او اوس یې هم په دې برخه کې رسما څه نه دې ویلې، چې په اتومي برخه کې به له پاکستان سره مرسته وکړي.