د راپورونو له مخې د پاکستان په قبایلي سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په توغندویي بریدونو کې لږ تر لږه څلورسخت دریځي وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو، چې خپل نومونه یې نه دي ښودلې خبري رسنیو ته ویلي چې دغه حملې تېرماښام د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه ښارپه څنډه کې شوې ده.
یوه لوړ رتبه امنیتي چارواکي ویلي، چې د کور د باندې د سخت دریځي پر موټر بې پیلوټه الوتکو دوه توغندي وویشتل، چې په کې لږ ترلږه څلوروسله وال ووژل شول.
یوه بل امنیتي چارواکي او داستخباراتو دوو مامورینو هم دغه حمله او وژنې تایید کړې دي.