د جلال اباد د ښار په نجم الجهاد فاميليو كې يو ډليز قبر موندل شوی دی.
د سيمې خلكو ازادي راډيو ته وويل، چې په دې قبر كې ښايي په سلګونو جسدونه خښ كړای شوي وي او داسې ښكاري، چې دا به د روسانو د وخت له جنايتونو څخه وي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي ازادي راډيو ته وويل، چې د والي له خوا يو پلاوي ټاكل شوی دی، څو د دغه ډليز قبر په اړه پلټنې وكړي خو د ده په وينا تر اوسه پورې په سيمه كې يواځي يوه كوپړۍ موندل شوې ده.