د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وايي، اسراییل د منځني ختیځ د سولې د پروسې په ارتباط له سختو خو ضروري انتخابونو سره مخامخ دی.
دې پرون د امریکا او اسراییل د عامه اړیکو د کمیټې کنفرانس ته وویل، چې په اشغال شویو سیمو کې د یهودیانو لپاره د ودانیو جوړولو پلان د سولې د پروګرام په وړاندې یوخنډ دی.
اسراییل وايي، پلان لري چې په ختیځ بیت المقدس کې لږترلږه ۱۶۰۰ کورونه د یهودیانو لپاره جوړ کړي، چې دې مسالې د اسراییل او امریکا اړیکی زیانمن کړي دي.
د اسراییل صدراعظم بینیامین نیتانیاهو د امریکا له خوا د ودانیو د بندولو وړاندیز رد کړی دی. د اسراییل صدراعظم په واشنګټن کې دې او په دې اړه له چارواکو سره خبرو ته دوام ورکوي.
هغه پرون وویل، چې اسراییل حق لري چې په بیت المقدس کې کورونه جوړکړي، د هغه په وینا دا د میشت ځایونو د جوړولو ښار نه بلکه د اسراییل پایتخت دی.