پاکستاني لوی درستیز له امریکايي مقاماتو سره وکتل

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني متحدو ایالاتو ته د خپل سفر په پيل کې له امریکايي چارواکو سره پر یو شمېر کلیدي مسالو خبرې کوي. دا سفر به یوه اونۍ دوام وکړي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې ښاغلی کیاني د مرکزې قوماندانۍ له مشر جنرال ډيوېډ پټرویس سره وکتل.

دوی په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د پوځي همکاريو پر پراختیا او همدا راز په پاکستان کې له افراطي ډلو سره په مبارزه کې له پاکستانه د امریکا پر ملاتړ خبرې کړې دي.

جنرال اشفاق کیاني به د امریکا د دفاع له وزیر رابرت ګېټس او د دې هېواد د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز امیر البحر مایک مولن سره هم وګوري.