په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼې موضعګانې څیړلي چې په لاندیني مطلب کې راچاڼ شوي.
ویسا:
د ويسا ورځپاڼې د نن ورځې د ګڼې په لومړي مخ كې په افغانستان كې د جګړو له امله د تېركال د تلفاتو په اړه ارقام خپاره كړي اوليكلي يي دي، چې تېركال څه باندې څلور زره افغانان په تاوتريخوالي كې وژل شوي دي.
دې ورځپاڼې په پاكستان كې د طالبانود ځينومشرانونيول كېدل هم څيړلي اوليكي، چې دې كار په افغانستان كې د سولې اوروغې جوړې پروسه له ستونزو سره مخامخ كړې ده.
د نوموړې ورځپاڼې سرمقاله هم چين ته د ولسمشركرزي د كيدونكې سفرمسالې ته ځانګړې شوې ده.
انیس:
د انيس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په نوي كال كې د افغانانو د هيلو اوغوښتنو په اړه تبصره كړې.
د سرمقالې ليكوال ويلي، چې د امنيت ټينګښت او د سولې راوستل د دې هېواد د خلكو له اساسي غوښتونو څخه بلل كيږي.
ليكوال په دې برخه كې د افغانستان د ګاونډېو او اسلامي هېوادونو رول ته هم اشاره كړې او ليكلي يي دي، چې بايد دا مرسته اوهمكاري ترپخوا زياته جلب شي.
دې ورځپاڼې د سولې د جرګې په اړه هم يومطلب خپوركړى او ليكلي يي دي، چې د دې جرګې د اغيزمنتيا لپاره له خلكو سره سلا مشوره ډيره مهمه ده.
افغان جرګه:
د افغان جرګې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د نوي كال پېلېدوته اشاره كړې اوليكلي يي دي، چې افغانان كه هرقوم اوسيمې پورې تړاو لري بايد په نوي كال كې له يوبل سره په يووالي اواخلاص كار وكړي.
ورځپاڼې په بل ځاى كې سيمه ايزو همكارېو ته اشاره كړې او دا يې د سولې د ټينګښت او د اقتصادي پرمختګ لپاره ډيره مهمه بللې ده.
په افغانستان كې د تېركال د پېښوڅيړل،امنيتي اوسياسي ستونزې اولاس ته راوړنې د دې ورځپاڼې له نورومطالبوڅخه دي.
هېواد او اصلاح:
د هېواد اواصلاح دولتي ورځپاڼو هم يوشمېر څيړنيز مطالب خپاره كړي دي.
هېواد په خپلې سرمقالې كې ويلي، چې نوى كال بايد د سولې او خبرو اترو كال وي، د سرمقالې ليكوال له ټولونه غوښتي، چې په دې برخه نه ستړي كيدونكي هڅې وكړي.
خواصلاح په خپل يوه مطلب كې ليكلي، چې افغانانو نوى لمريز كال د سولې او ارامۍ په هيله پيل كړى دى.
افغانستان ټایمز:
د افغانستان ټايمزانګليسي ژبې ورځپاڼې هم په خپلې نننۍ سرمقالې كې په پاكستان كې د طالبانو د يوشمېر مشرانو د نيول كېدو په اړه ليكنه خپره كړې او ليكلي يي دي، چې له دې سره په افغانستان كې د سولې خبرې اترې ټكنۍ شوې.
د سرمقالې ليكوال ويلي، چې پاكستان بايد ټول نيول شوي كسان افغانستان ته وسپاري او په كابل كې د سولې د جرګې په برخه كې هم لازمه همكاري وكړي.