د خوست د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ د مرکز مشر جنرال نواب د دغو پیښو په تایید ازادۍ راډیو ته وویل چې چاودنې د کوکرک بابا زیارت په سیمه کې چې نن ډیر خلک د نوروز د جشن لپاره هلته راټول شوي وو، او په باک ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې درې تنه وسلوال اربکي وژل شوي او د درې ماشومانو په ګډون نهه نور ژوبل شوي.
هغه وویل د دغو چادونو په عاملینو پسې په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دواړو چاودنو مسولیت پر غاړه اخیستی او ادعا کوي چې د دریو سرتیرو په ګډون یې پنځه وسلوال اربکي وژلي دي. خو چارواکو د طالبانو دغه ادعا ردکړې ده.