د عراق ولسمشر جلال طالباني نن د یوه فرمان په صادرولو سره د مارچ داومې نیټې د پارلماني انتخاباتو د رایو د بیا شمیرلوامر وکړ.
د دغه فرمان له مخی باید درایو بیا شمیرل سره له نن څخه پیل شی څو د دغو انتخاباتو شفافیت او مشروعیت په بشپړه توګه ډاډمن شي.
د طالباني له دغی غوښتنی یوه ورځ مخکې د عراق صدراعظم نوري المالکي د انتخاباتو له کمیسیون څخه غوښتنه کړی وه چی درایو د بیاشمیرلو لپاره د یوشمیر سیاسي ډلو غوښتنو ته ځواب ووایي.
په سلو کې د ۹۳ شمیرل شویو رایو نتایج ښیي چې د المالیکی د قانونی دولت ایتلاف او د پخواني صدراعظم ایاد علوي د العراقیه ایتلاف ډیر سره نژدي دي.
وروستي نتایج ښیي چې دعلوي ګوند د المالیکي پرډلې یوڅه مخکې شوی دی.
خو المالیکي د عراق داتلسو ولایتونو له جملې په اوو کې بیاهم مخکې دی.
د پارلمان څوکۍ د ولایتونو د رایو په اساس ویشل کیږي.
ګټونکی ګوند به دې ته اړوي چې دایتلافي حکومت د جوړولو لپاره له نورو ډلو سره خبرې وکړي.