په زرګونو امریکایانو له عراق او افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو غوښتنه وکړه

په زرګونو مظاهره کونکو پرعراق د امریکا د جګړې د پیل د اومې کلیزي په مناسبت پرون په واشنګټن کې د یوه لاریون په ترڅ کې له عراق او افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د سمدستي وتلوغوښتنه وکړه.

د دغه لاریون په ترڅ کې د جګړې ضد فعالې سیندی شیهان په ګډون لږترلږه اته کسه ونیول شول.

نوموړې د سپینی ماڼی د سیمې پنجرې په مخکی د ګولو ګیډۍ له ایښودو وروسته ونیول شوه.

په دغو مظاهرو کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو په نسبت چې په لسګونوزره کسانو برخه اخیستې وه، لږ شمیر کسانو ګډون کړی و.