د بالکان د هېوادونو په غونډه کې د اروپايي ټولنې مشرګډون نه کوي

د لوېديځ بالکان د هېوادونو مشران نن په سلوانيا کې په يوه سيمه ييز کنفرانس کې را ټولېږي، چې د همکارېو پر زياتولو خبرې سره وکړي.

خو سربيا به د مشرانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړي، ځکه ولسمشر بوريس تاديچ د کوساوو پر ګډون انتقاد وکړ، چې د يوه خپلواک هېواد په توګه يې په دې غونډه کې برخه اخيستې ده.

په دې غونډه کې به د اروپايي ټولنې مشر هم حضور ونه لري، هغه مخکې ويلي وو، په هغه صورت کې به په دې غونډه کې ګډون وکړي، چې د سربيا په ګډون د سيمې هېوادونه په دې حضور ولري.