د م. م عمومي منشي د بيت المقدس کتنه کوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون نن د اسرائيل او فلسطين له چارواکو سره ګوري، چې هدف يې د اسرائيلو د هغه هدف په اړه پر ولاړو شويو اندېښنو بحث دى، چې غواړي په ختيځ بيت المقدس کې نوي کورونه جوړ کړي.

بانکي مون د فلسطين صدراعظم سلام فياض سره له ځان سره ختيځې څنډې ته بوت چې د اسرائيلو له خوا د بيت المقدس په ختيځ کې د نويو ودانيو د جوړېدو جريان وګوري.

دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې تر دې يوه ورځ مخکې بانکي مون په مسکو کې د څلورو منځګړو په غونډه کې ګډون وکړ او له اسرائيل څخه يې غوښتنه وکړه، چې په دې لانجمنه سيمه کې دې د ودانيو د جوړېدو کار ودروي، په دې توګه به د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د سولې خبرو اترو ته زمينه برابره شي.