د وزیرانو شورا د داخلي کمېټوکارونه له سره تنظیم شوي

د افغانستان د جمهوري رياست د يوه نوي فرمان له مخې د وزيرانو د شورا د داخلي كمېټو كارونه له سره تنظيم شوي دي.

د افغانستان دولتي اژانس باختر رپوټ وركړى، چې د دغه فرمان له مخې به د ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونه، د ملي امنيت رياست، د سيمه اېزو ارګانونو خپلواكه اداره او هغې ته اړوندې ادارې به خپل كاري رپوټونه د ولسمشر دوېم مرسيتال ته وړاندې كوي.

په رپوټ كې همدا راز راغلي دي، چې په اقتصادي كمېټې كې شامل وزارتونه او اړوندې ادارې به خپل كاري رپوټونه د جمهوري رياست دوېم معاونيت ته وړاندې كوي.

د افغانستان د جمهوري رياست په فرمان كې همدا راز راغلي چې د ولسمشر مرستيالان به د دغو ادارو او كمېټو د كارونو په اړه ولسمشر ته راپور وركوي.

ويل كيږي، چې دغه فرمان د حكومتي چارو د تنظيم او د منظم كاري تقسيم اوقات لپاره صادر شوى دى ، چې له مخې به يي په صلاحيتونو كې ښه نظم رامنځته ته شي.