په پام كې ده، چې ولسمشر كرزى په راتلونكې سې شبې كې له چينايي چارواكو سره د خبرو اترو لپاره بېجنګ ته سفر وكړي.
په چين كې افغان سفارت د يوې اعلامېي په خپرولو سره ويلي، چې په پام كې ده بيجنګ ته د ولسمشر كرزي له سفره مخكې د افغانستان د ملي امنيت سلاكار ډاكټر رنګين دادفر سپنتا سبا ته په درى ورځني سفر چين ته ولاړ شي.
په خبرپاڼه كې همدا راز راغلي، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاكار به په دې سفر كې له چينايي چارواكو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيكو پر پراختيا، له تروريزم سره مبارزه او د افغانستان او سيمې په وضيعت باندې بحث وكړي.
په دې وروستيو كې افغانستان او چين خپلې دوستانه اړيكې پياوړې كړې دي او د چين حكومت د افغانستان د بيا رغونې په پروژو كې خپله ونډه ډېره كړې ده.