په پکتیا کې درې کسان د طالبانو سره د تړاو په تور نیول شوي

د پكتيا چارواكي وايې، د دغه ولايت په مركز ګرديز او زرمت ولسوالۍ كې د افغان او ايتلافي ځواكونو په ګډوعملياتو كې درې كسان له طالبانو سره د تړاو په تورنيول شوې دي.

د پكتيا د والي وياند روح الله سمون ازادۍ راډيو ته وويل، په دغو عملياتوكې يو وسلوال طالب، چې مقاومت يې کاوه، ووژل شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې د خوست ولايت په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې د يوې مرمۍ د چاودېدو په پېښه كې يو ماشوم مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.

د خوست د عامې روغتيا ريس اميربادشاه منګل ازادۍ راډيو ته وويل، چې په ټپيانو كې د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.