د روسي دولت مخالف ګوندونه د لاریون کولو پلان لري

د روسیي د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه نن په ټول هېواد کې د مظاهرو پلان لري.

د دغو لاریون ترتیبوونکي وایي، زرګونه کسان به په مسکو، ولادي وستوک، ایرکوتسک او ساینت پیترسبرګ کې په دغو مظاهرو کې برخه واخلي.

حکومت په ځینو ځایونوکې په غونډو بندیزلګولی دی او له دې امله کېدای شي د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې وشي.

د روسیي د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه هیله لري هغه کسان تحریک کړي، چې په تېرو لسو کلونو کې د روسیي د بی ساري اقصادي رکود په ترڅ کې د مالیاتو لوړ والی په غوصه کړي دي.