د بالقان هېوادونو مشران به په سلوانیاکې سره راټول شي

ټاکل شوې ده، چې د لویدیځ بالقان د هېوادونو مشران نن په سلوانیا کې غونډه وکړي.

د دې سیمه ایزې نادرې غونډې هدف د برخه والو هېوادونو تر منځ همکارۍ او د اروپایي ټولنې د غړیتوب لپاره د اساسي غوښتنو پر مسالې خبرې کول دي.

د سربیا ولسمشر بوریس تادیچ وایي، دی به ځکه په دې غونډی کې برخه وانه خلي، چې کاسوو په کې د خپلواک هېواد په توګه ګډون کوي.

د کاسوو البانیایي اکثریت په دوه زره اتم میلادي کال کې خپلواکي اعلان کړه.

د نړۍ زیاترو هېوادونو تر اوسه دغه هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د امریکا د متحد ایالاتو او ډیری اروپایي هېوادونو په ګډون د نړۍ نژدې شپېتو هېوادو د کاسوو خپلواکي په رسمیت پیژندلې ده.