د بریتانیا د هوايي شرکت کارکونکي درې ورځنی اعتصاب کوي

د بریتانیا د هوایي شرکت برتیش اییروېز کارکوونکي غواړي، چې سر له ننه درې ورځنی اعتصاب پیل کړي.

د بریتیش اییروېز عمله اعتراض لري، چې له یوی خوا د دوی یوه تنخواګانی منجمدی شوي او د کار شرایط یې هم بدل شوې دي.

د بریتانیا هوایي چلند وایي، چې د دې اعتصاب له امله به نژدې زر پروازونه لغوه شي.

د بریتانیا صدراعظم ګورډن براون د هوایي چلند د کارکوونکو له ټولنې غوښتې دي چې له اعتصابه لاس واخلي.

سیاسي څیړونکي اټکل کوي، چې برتیش اییروېز هسې هم د ټکټونو له درکه څه د پاسه پنځه ویشت میلیونه پونډه زیان کړی دی.