د ایران پخوانی مرستیال ولسمشرپه یوکال بند محکوم شو

د ایران مرافعې محکمې تایید کړې ده چې پخواني مرستیال ولسمشر حسین مَرعَشي ته د اسلامي نظام پرضد د تبلیغاتو په تور د یوه کال حبس سزا ورکړل شوې ده.

د حکومت د مخالفینو انټرنیټ پاڼو او فارس نیمه دولتي خبري آژانس په دې اړه د مرعشي د کورنۍ د غړو په حواله راپور ورکړی. دوی ویلي دي چې مرعشي پرون ونیول شو.

د چارشنبې په ورځ د ایران یوې محکمې د ترقي ګوند د غړي په توګه د مرعشي پر سیاسي فعالیتونو بندیز ولګاوه.