د مشرانو جرګې يو پلاوی د کندهار نا امني څېړي

د افغانستان د مشرانو جرګې د امنيتي کميسيون یو اته کسيز پلاوی پرون کندهار ته لاړ، چې په دې ولایت کې د خراب امنیتي وضعیت عوامل وڅېړي او وروسته مرکزي حکومت ته د حل لارو په برخه کې مشورې ورکړي.

د دې هيئت يوه غړي شېر محمد اخندازاده وويل، په کندهار کې د امنيتي ځواکونو زياتوالي ته زيات ضرورت ليدل کېږي.

دې پلاوی پرون په کندهار کې یوه خبري کنفرانس ته د ښار له امنیتي وضعیت څخه د خپلې ارزیابي نتایج څرګند کړل.

تر دې مخکې د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر هم دغه ولايت ته په سفر کې د امن د راوستلو او ځواکونو د زياتولو ډاډ ورکړى و.