د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به راتلونکي اوونۍ په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د پاکستان د اقتصادی او امنیتي وضعیت د ښه کېدو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، چې کلینټن او شامحمود قریشي به ددې خبرو مشري وکړی.
په دې غونډه کې به د اقتصادي پرمختګ، پوهنې، کرنې او امنیتي مسایلو په اړه خبرې وشي.
د بهرنیو چارووزارت وایي، چې له ستراتیژیکو خبرو څخه هدف دا دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته پراختیا ورکړل شي او په دوه اړخیز احترام او باور یو پراخ شراکت رامنځته شي.