ننګرهار کې له سړي تښتوونکو يو ملي سوداګر راخوشې شو

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی له ملي سوراګر عبدالوهاب سره یو ځای خبریالانو ته خبرې کوي .

دننګرهار امنيتي چارواکو د عبدالوهاب په نامه يوملي سوداګر دتښتوونکو له مونګولو ژغورلى. ننګرهار والي ګل اغاشېرزي چې له راخلاص شوي سوداګر سره يوځاى دچارشنبې په ورځ په جلال اباد کې له خبريالانو سره غږېده په دې اړه وويل: ما او دملي امنيت رئيس په خپله په سيمه کې ددغه سوداګر په راخوشې کولو کې ګډون درلود، دازموږ وظيفه ده او زه په دې اړه له امنيتي چارواکو نه مننه کوم. ده وويل، ددغه پېښې په تور يې اته تنه نيولي هم دي.

ملي سوادګر عبدالوهاب وويل تښتوونکو له ده نه يوميليون او دوه سوه زره ډالره غوښتل چې وروسته يې غوښتنه يوميليون ډالرو ته راښکته شوه؛ خو بالاخره دامنيتي خلکو په هڅه بې مصرف راخوشې شو.

ده وويل: دى دسره رود ولسوالۍ په خېراباد کې خپل باغ ته تللى و چې دشپې دولس بجې غله ورننوتل او په اخوډب کې يې توره کڅوړه مخ ته ورواچوله او نامعلوم ځاى ته يې وتښتوه. ده له امنيتي چارواکونه مننه وکړه چې لنډ وخت کې يې بې مصرفه راخوشې کړ.
په ننګرهار کې دتښتونې پېښې دومره ډېرې نه دي خو سيمه ايز سوداګر دغسې پېښو اندېښمن کړي او غوښتنه يې داده چې حکومت يې امنيت خوندي کړي.