په سرپل کې د ښاروال په ضد لاریون وشو

په لسګونو خلكو د سرپل ولايت په مركز كې د دغه ولايت د ښاروال پر ضد مظاهره وكړه.

مظاهره كوونكو، چې شمېر يې شاوخوا درې سوو ته رسيده، ادعا كوله چې ښاروال هغه ځمكه له سره ويشلې چې دوى يې له دولت څخه د ملكيت اسناد لري.

د سرپل ښاروال كمال الدين په دې اړه رسنيو ته له څه ويلو ډډه كړې.

خو د سرپل ولايت د اجرايوي شورا رئيس عبدالملك وايي، ښاروال د جمهور رئيس له حكم سره سم ځمكه په نورو خلكو ويشلې.