جګ ولورونه که د افغان ځوانانو پر اوږو درانه پیټي

د افغانستان په کليوالو سيمو کې اوس هم اکثره کورنۍ چې کله غواړې د خپل کور نجلۍ د چا په نوم کړي، اول د دې نجلۍ پر سر د ولور پر اخيستو فکر کوي، په ځينو دغه ډول غونډو کې چنې وهل کېږي او دواړې کورنۍ يو پل بل د ځينو شرايطو او مصارفو د منلو کوښښ کوي، ځينې ميندې خو په دې تمه دي چې د هلک کورنۍ يې بايد خامخا مرستندويه شي.

بيا هم د افغانستان په دوديزه ټولنه کې چې د سيالۍ او شريکۍ موضوع هم مطرح ده، ځينې کورنۍ هڅه کوي دې رقابت ته ترجېح ورکړي او خپلو زامنو ته په زيات ولور نجلۍ واده کړي. چې وروسته په کلونو کلونو دغه هلک د خپل خسر غاړه نه شي ايستلاى.

ځينې کسان فکر کوي که څوک پر نجونو زيات ولور واخلي، د خسرګنۍ په کور کې د دې نجلۍ ژوند تريخېږي او هر وخت پېغور ورکوي، چې ته مو په پيسو رانيولې يې.

صالح محمد صالح په يوه تفصيلي راپور کې دغه ټولنيزه ستونزه څېړلې، چې دلته يې اورئ: