په هلمند کې ۱۴طالبان وژل شوي

د هلمند سيمه ايز چارواكي وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې، د دې ولايت په موسى كلا ولسوالۍ كې څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د موسى كلا ولسوال ملا سلام ويلي، چې دغه وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ د شاه كاريز په سيمه كې له پوليسوسره په څو نښتو كې وژل شوي دي.

ولسوال څرګنده كړه، چې په دې نښته كې يو پوليس هم وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.