افغانستان په روان کال کې لس فیصده اقتصادي پرمختګ کړی

د افغانستان د ماليې وزير وايي، چې په نړۍ كې د اقتصادي بهران سره،سره افغانستان په روان كال كې په سلو كې لس اقتصادي پرمختګ كړى دى.

د ماليي وزير ډاكټر عمر زاخيلوال، دغه څرګندونې نن د افغانستان په ولسي جرګه كې د راتلونكي كال د بوديجې د وړاندې كولو پر مهال وكړې.

ښاغلي زاخيلوال وويل، چې د وړاندوينو له مخې به په راتلونكي كال كې د افغانستان اقصادي پرمختګ په سلو كې پينځلسو ته لوړ شي .

د ښاغلي زاخيلوال په وينا سږ كال په بوديجه كې شامل اته سوه مليونه امريكايي ډالره له كورنيو عوايدو څخه ول چې په راتلونكي كال كې به دغه رقم ديارلس سوه مليونو ډالرو ته لوړ شي .

ټاكل شوې ده چې د ولسي جرګې غړي په راتلونكو څو ورځو كې تر غور ورسته بوديجه تصويب كړي .