یکشنبې د کب۲۳مه

هېواد ورځپانې په كابل كې د ملګرو ملتونو له نوي ځانګړي استازي څخه د افغانونو هيلې څيړلي دي

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب لیکلي ،چې په لاندیني مطلب کې رانغښتي دي.
سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په ايران كې كې له شپږو زرو افغان زندانيانو څخه د درېو زرو د اعدام د محكومېدو د پريكړې په اړه يو مطلب خپور كړى او د ولسي جرګې د غړېو له قوله يي ليكلي، چې د ايران پارلمان افغانستان ته د زندانيانو د انتقال د موافقه ليك تصويب ځنډولى دى.

ورځپاڼې د ملي مشرۍ تشه تر سرليك لاندې په يوه بل مطلب كې د افغانستان د اوسنۍ مشرتابه ستونزې څيړلي دي.

سرنوشت د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د حكومت په چارو او د ولسمشر په صلاحيتونو تبصره كړې.

انیس:

انيس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په ځينو سيمو كې د ښوونځيو د تړل كېدو زيانونه څيړلي دي او په يوې برخه كې يې ليكلي دي، قومي مشران او سيمه اېز مخور كسان بايد د دې ستونزې د هواري لپاره مبازره وكړي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په ايران كې د افغان ګډوالو وضعيت څيړلى او ليكلي يې دي چې دا كډوال تراوسه پورې له بېلابېلو ستونزو رنځيږي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي دي، چې په قبايلي سيمو كې د طالبانو او القاعده ترمنځ اختلافات ډير شوي.

ورځپاڼې په خپل مطلب كې زياته كړې، نيول شوېو طالب مشرانو په تحقيقاتو كې ويلي دي چې طالبانو د القاعده د نغدي مرستو له اخيستلو ډډه كړې.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما پاليسۍ څيړلي او ليكلي يې دي، نوموړى غواړي چې په افغانستان كې په خپلو پاليسيو له سره كتنه وكړي.

د ليكوال په باور اوباما اوس دې ته چمتو شوى چې له وسلوالو طالبانو سره خبرې اترې پيل كړي.

ورځپاڼې همدا راز د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې په دې ټينګار كړى دى چې افغان چارواكي بايد نور د افغانستان په اړه د بهرنيو چارواكو او ادارو د څرګندونو پر خلاف چوپ پاتې نه شي.

په سرمقالې كې په دې برخه كې د ايران د ولسمشر وروستيو څرګندونو او د افغانانو د بشري وضعيت په اړه د امريكا د بهرنيو چارو وزارت راپور ته اشاره كړې.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې كې په افغان دولت انتقاد كړى، چې د خپل كليدي متحده د امريكا متحده ايالاتو په اړه يې د ايران د جمهور رئيس د وروستيو څرګندونو ځواب ور نه كړ.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د افغانستان او عراق وضعيت سره پرتله كړى دى او ليكلي يې دي، د افغانستان مشران بايد له عراقي مشرانو زده كړه وكړي.

د مقالې د ليكوال په باور عراقي مشران په خپل هېواد كې د نړېوالو ځواكونو له موجوديت نه ګټه اخلي.

هېواد او اصلاح:

هېواد او اصلاح ورځپاڼو هم په خپلو نننېو ګڼو كې بېلابېل تحليلي مطالب خپاره كړي.

هېواد په خپلې سرمقالې كې په كابل كې د ملګرو ملتونو له نوي ځانګړي استازي څخه د افغانونو هيلې څيړلي دي او په دې يي ټينګار كړى چې د ملګرو متلونو د عمومي منشي نوى استازى بايد هرڅه له افغان مشرتابه سره په نږدې همكارۍ، تفاهم او همغږۍ ترسره كړي.

خو اصلاح په خپلې يو تبصرې كې د اداري فساد پر ضد په مبارزې تبصره كړې او په دې برخه كې يې د لا جدي هلو ځلو غوښتنه كړې.

افغانستان ټایمز:

افغانستان ټايمزانګليسي ژبې ورځپاڼې په كابل كې د ملګرو ملتونو دعمومي منشي د نوي استازي په ماموريت تبصره كړې او ليكلي يې دي، د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړى استازى په افغانستان كې له يوه سخت كال وروسته خپل ماموريت پيلوي او له خنډونو ډكه اوږده لاره په مخ كې لري.